تازه خبرونه

په افغانستان کې د القاعده او داعش هڅې ډېرې شوي- سکات میلر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان په افغانستان کې د القاعده او داعش د هڅو له ډېریدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان آستن سکات میلر د آریانانیوز د پوښتنې په ځواب کې، چې دغه جګړه مار څنګه افغانستان ته راځي او شمېر یې څومره دی، په روښانه توګه څه نه وايي؛ خو د القاعده تر څنګ د داعش جګړه مارو حضور تائیدوي او نه یوازې سیمې، بلکې نړۍ ته یې هم خطر بولي.

نوموړی وایي، چې: مونږ له افغان امنیتي همکارانو سره یو ځای داعش څارو او پر هغوی به فشارونو ته دوام ورکوو. مونږ هغه د کابل د یو شمېر برخو په څېر د هېواد په یو شمېر سیمو او ولایتونو کې وینو او پرې فشارونه واردوو.

جنرال سکات میلر له وسلوالو طالبانو سره د سولې له خبرو، ټاکنو او د امنیتي ځواکونو له پرمختګ هم ملاتړ څرګندوي.

قومندان میلر ویلي، چې: مونږ د پرمختګ په حال کې یو او سوله یو بهیر او یو مزل دی او د خلکو اراده هم همدا ده، چې سوله افغانستان ته راشي. زمونږ اړیکې له افغانستان سره اوږدمهالې دي او هم د دغه بهیر یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې، چې د روسیې د فدرالي استخباراتو یوه چارواکي الکساندر بارتینکوف په افغانستان  کې داعش ته د منسوبو جګړه مارو شمېر ۵ زره بللی او ویلي یې دي، چې داعش ډله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوې او ځان یې مرکزي آسیا او د روسیې پولو ته نږدې کړی دی.

Trending

Exit mobile version