بلخ @ps
په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو پر مرکز توغندیز بریدونه شوي
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالواسع رحیمی منلې، چې تېره شپه د بګرام پر هوایي ډګر توغندي توغول شوي دي.
د ښاغلي رحیمي د څرګندونو له مخې؛ له دغه توغندیز برید وروسته د پرېکنده ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو د بګرام ولسوالۍ د قلندر خېلو دښتې پر کلي هوایي بریدونه کړي دي.
نوموړي د دغې پېښې د ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.
پر بګرام هوایي ډګر د توغندیزو بریدونو په اړه هیچا څه ندي ویلي.
دغه راز د پروان پولیسو د یو لوړپوړي طالب له نیولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سلیم نوري ویلي، چې نیول شوی طالب حمیدالله نومیږي او د دې ولایت د شینوارو په اړوند سیمه کې له خپلې وسلې سره نیول شوی دی.
ویل کیږي، چې نیول شوي طالب چارواکي د دغه او غور ولایتونو د اړوند سیمو په بریدونو کې لاس درلود.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.