تازه خبرونه

په افغانستان کې د سولې او جنګ بهیر پخوانی امنیتي سلاکار هم اندېښمن کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې د ډګر تر شا له افغانستان څخه سیستماتیک ملاتړ کړی او جګړه اوږده ساتل شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لخوا د امنیت په اړه جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې د ډګر تر شا له افغانستان څخه په سیستماتیک ډول ملاتړ کړی. په داسې حال کې، چې استاد رباني د تاجکستان تاجکانو ته ویلي وه؛ افغانستان به هیڅکله ستاسې د جګړې د ډګر تر شاه نه وي او باید سولې ته ورسیږئ. همدا دلیل دی، چې تاجکستان سولې ته رسیدلی او په افغانستان کې جګړه اوږده شوې ده.

رنګین دادفر سپنتا، چې په مسکو کې له طالب استازیو سره د خبرو ګډونول هم و؛ وايي، چې اوس طالبان له غښتلي دریځ څخه خبرې کوي او افغان حکومت او سیاستوال له کمزوري دریځ څخه برخمن دي.

د غونډې یو شمېر نور ګډونوال وايي، چې فرهنګ او مذهب په جګړه او سوله کې مهم رول لري.

د ولسمشر سلاکار محمد عزیز بختیاري ویلي، چې سولې ته د سیمې د هېوادونو د رسیدو په لړ کې په ځانګړي توګه د تاجکستان له تجربو باید په افغانستان کې کار واخیستل شي.

وسلوال طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ندي حاضر شوي؛ خو له امریکايي پلاویو سره یې شپږ ځلې کتلي دي.

ټاکل شوې، چې طالبان او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د اووم ځل لپاره په قطر کې سره وګوري؛ خو شنونکیو ویلي، چې سولې ته د رسیدو او د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره به سیمه ییزې هڅې ګټوره پایله ولري.  

Trending

Exit mobile version