تازه خبرونه
په افغانستان کې به د امریکا استخبارات خوندي وي- ترمپ
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ویستلو ته د امریکا د ولسمشر هم زړه کیږي او هم ساړه او اندېښنه یې هم داده، چې که ځواکونه وباسي؛ نه، چې دا هېواد د ترهګرو پر خوندي مرکز واوړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي؛ مونږ غواړو، چې له افغانستان څخه ووځو؛ خو ستونزه دا ده، چې افغانستان د ترهګرو پر یوه آزمایښتځي بدل نشي، ځکه افغانستان د ترهګرو د پټیدو لپاره ډېر خوندي ځایونه لري.
ترمپ دا هم په ډاګه کړې؛ که ځواکونه یې له دغه هېواده ووځي، پیاوړي استخبارات به هلته پریږدي او شمېر به یې هم ډېر کړي، ځکه پوځي قومندانانو ورته همدا مشوره ورکړې ده.
نوموړی وایي: مونږ غوره ګڼو، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره وجنګیږو؛ نه دا، چې په امریکا کې؛ خو مونږ به په افغانستان کې ډېر ځواکمن استخبارات پرېږدو.
سیاسي مخکښ فیض الله جلال وایي، امریکا ته په کار ده، چې له ترهګرو سره جدي او رښتینې مبارزه وکړي.
د ترمپ خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې په صورت کې ژمنه کړې، چې افغانستان به بیا امریکا او د دوی متحدینو ته ګواښ نه وي.