پرمختګ او بشپړتیا
په روان کال کې ۵ اعشاریه یو میلیون متریک ټن غنم تولید شوي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رسمي وايي، وايي په هېواد کې هرکال شپږ میلیو ن متریک ټن غنمو ته اړتیا ده، چې په روان کال کي پېنځه اعشاریه یو میلیون متریک ټن په کور د ننه تولید شوي او ۹۰۰ زره متریک ټن غنمو ته اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شي.
ښاغلي اکبر رستمي زیاته کړې، چې غنم مو د پام وړ زیاتوالی ښیي؛ هڅه کوو، چي په راتلونکي کال کې هم د غنمو ښه تولید ولرو او په کور د ننه مو اړتیاوې پوره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې د کورنیو غنمو د اوړه کولو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې برښنایي ژرندې جوړې شوي؛ خو اوس هم خلک خپل غنم په سنتي ډول اوړه کوي او دغه ژرندې د فعالیت لپاره اومه تو کې نلري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، چې مونږ له حکومته غواړو، چې د کورنیو ژرندو(میلونو) د فعالیت لپاره غنم همدې برخې ته وسپاري، چې دغه میلیونه هم فعاله او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې دغنمو د کښت زیاتوالي بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې په وخت د رسولو ترڅنګ پر وخت بارانونه د دې لامل شوي، چې په روان کال کې د هېواد د غنمو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.