تازه خبرونه
که افغانستان سولې ته رسیږي، امتیاز یې باید سرتېرو ته ورکړ شي- خلیلزاد
هغه وایي، امریکا د هغې سولې رواستو ته اړه ده، چې په کې د افغان سرتېرو قربانيو ته درناوی وشي.
زلمي خلیلزا ویلي، د سولې په خبرو کې باید د افغان سرتېرو پر قربانیو معامله ونشي او که سولې ته رسیږو، باید د هغوي د قربانیو درناوی باید په کې وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي؛ کله، چې په افغانستان کې سوله راشي، د سولې امتیاز باید همدې اتلانو ته ورکړ شي. مونږ اړ یو هر څومره ژر هغه سوله وړاندې کړو، چې د سرتېرو سرښندنو ته درناوی وشي.
ذکیه سکندري، چې میړه یې سید تقي افسر و او د هلمند په جګړو کې یې ژوند بایللی؛ اوس له خپلو درې لوڼو سره ژوند کوي.
هغه له حکومت غواړي، چې د سولې اصلي امتیاز دې د دولتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړشي.
د سید تقي مشره لور اته کاله عمر لري اوڅرګندوي، چې نیت لري د سولې لپاره د خپل پلار په څېر قومنداني وکړي
مژګان نومې هم وایي؛ د خپل پلار په څېر قومنداني غواړم، چې طالبان له منځه یوسم.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې رښتیني اتلان افغان ځواکونه بولي.