تازه خبرونه
په افغانستان کې ناتو د دوه امریکایي سرتېرو له وژل کیدو خبر ورکړی
د دغه ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا دوه عسکر د دندې پر مهال وژل شوي، خو د اړوند پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو نومونه تر ۲۴ ساعتونو پټ ساتل کیږي.
د څرګندونو له مخې؛ بریدګر سرتېری هم د اړوند ځواکونو په ډزو کې ټپي شوی او بهرنيو ځواکونو نیولی دی.
طالبانو د بریدګر سرتېري په اړه څه ندي ویلي؛ خو په دې برید کې د وژل شویو بهرنیانو او د پېښې په تړاو په خپل تویت کې په ډاګه کوي، چې سرتېري څلور امریکایي سرتېري وژلي او بریدګر سرتېری هم د دغو ځواکونو لخوا ټپي شوی دی.
له دې سره د هغو امريکايي پوځيانو شمېر ۱۲ ته پورته شو، چې سږکال په افغانستان کې وژل شوي دي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو مسوولینو پېښه تائيد کړې؛ خو په اړه يې نور معلومات ندي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ویلي، چې واشنگتن پلان لري، چې د امريکا د راتلونکې کال له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د خپلو عسکرو ویستل ترسره کړي.