بلخ @ps
په بلخ کې پر مخابراتي خصوصي شرکتونو بندیز غبرګونونه راپارولي
د چاربولک په ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو پر دستګاوو د طالبانو بریدونو دا شرکتونه اړ کړل، چې د شپې له مخې عامه خدمتونه ودروي او حکومت هم د ورځې له مخې د دې شبکو فعالیتونه درولي؛ چې د بلخ په ځانګړي توګه د مزار شریف د اوسیدونکیو غصه یې را پارولې ده.
په ځینو شمال ولایتونو په ځانګړي توګه بلخ کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیت ودرېدو په تړاو متفاوت لیدلوري بیانیږي.
د ولسمشر ټاکنیز سیالان وایي؛ دا د ولسمشر غني د پروګرام یوه برخه ده، چې غواړي د نوماندانو ټاکنیزو کمپاینونو ته خنډونه رامنځته او بند کړي.
د بلخ اوسیدونکي وایي، حکومت له دې کار سره د یوه دولتي شرکت د سیم کارتونو او کریدت کارتونو پلور ته زمینه برابره کړې ده.
په دې برخه کې ځینې نورې سیاسي ادعاوې هم کیږي.
د اترا ادارې د څارنې او کنترول رییس سید حارس میر وایي؛ طالبانو د امنیتي ګواښونو له لارې په بلخ کې د شرکتونو فعالیت درولی او حکومت د دې پر ځای، چې د مخابراتي شرکتونو د دستګاو امنیت تامین کړي، د ورځې له مخې یې د دې شرکتونو چارې درولې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د مخابراتي شرکتونو د دستګاوو د امنیت خوندي کولو ډاډ ورکوي او وایي، ژر به دا ګواښونه له منځه ولاړ شي او شرکتونه کولی شي خپل فعالیت په بلخ کې له سره پیل کړي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ چارسمبالي محمد فهیم هاشمي یو داسې ویدیوي زیری وړاندې کړی؛ د څو بنسټونو د هڅو په پایله کې هوکړه شوې، چې په بلخ کې به مخابراتي خصوصي شرکتونه خپلې هڅې بیا پیل کړي.
د مخابراتي شرکتونو د مسوولینو په وینا، د طالبانو له دوامداره ګواښونو او د دې ډلې لخوا د مخابراتي دستګاو له سوځولو وروسته دوی اړ شول، چې خپل کارونه ودروي او حکومت دې په دې برخه کې ستونزې حل کړي.