تازه خبرونه
په خوست کې چاودنې او ځانمرګي برید ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د خوست امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر د پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې په پېښه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او یو ټپي ماشوم سیمه ییز روعتون ته لیږدول شوی دی.
دوی د امنیتي ځواکونو د مرګ وژوبلې په اړه څه نه وایي.
دغه راز د خوست ښار اړوند مرکزي چوک حمام مارکیت ته نږدې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې شپږ تنه ملکي کسانو ژوبل شوي، چې د خوست بابري ګل کلینک ته لیږدول شوي او د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دغه برید پړه منلې او څرګندوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د خوست د مندوزیو په اسماعیل خېلو کې موتر بم چاودنې ۲ ټانکونه ویجاړکړي او ۱۴ ضربتي عسکر وژلي دي.