تازه خبرونه
په بګرام کې ځانمرګي برید ائتلافي ځواکونه ندي زیانمن کړي-غوڅ ملاتړ ماموریت
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې پېښه منلې؛ خو وایي، چې په دې پېښه کې ائتلافي ځواکونو ته مرګ و ژوبله نده اوښتې.
طالبانو بیا د پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي، چې د امریکایي ځواکونو پر ګزمه یې موتر بم چاودنه تر سره کړې، چې په کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي؛ خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د طالبانو څرګندونه ادعا بولي او په ډاګه کوي، چې طالبان د دغې پېښې په اړه رښتیا نه وایي.
د بګرام ځايي چارواکي بیا وايي، چې په پېښه کې ځايي دوکاندارانو او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي، خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته دي