تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وخت رارسیدلی- دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د خپلو ټاکنیزو هڅو پر مهال ټینګار کړی، چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو خپله دنده ترسره کړې او اوس یې امریکا ته د بېرته ستنیدو وخت دی.

د امریکا ولسمشر دوناد ترمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو غږ وکړ او د ولسمشریزو ټاکنو په ټاکنیزو هڅو کې یې خپلو پلویانو ته څرګنده کړې، چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې ‌ډېر پاتې نشي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ترمپ وایي، چې مونږ  ښایي په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره پاتې شو. اوس په افغانستان کې  زمونږ د حضور نوولس کاله پوره شول او اوس د دې وخت دی، چې خپل ځواکونه کور ته بېرته را ستانه کړو.

مخکې له دې تل ټینګار کیده، چې له افغانستان څخه به د ځواکونو د ویستو مساله په دې هېواد کې له شرایطو سره تړلې وي.

د ناتو ځواکونو پخواني قومندان وړاندیز کړی، چې د ځواکونو له ویستو مخکې باید د امریکا د متحده ایالتونو د ملي ګټو د ساتنې ډاډ حاصل شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان دېوید پتریوس وایي؛ پوښتنه دلته دا ده، چې مونږ د کومو شرایطو لاندې خپل ځواکونه باسو، مونږ باید په بشپړ ډول ډ‌اډمن شو، چې زمونږ ملي ګټې به خوندي پاتې شی. مونږ باید په افغانستان کې د پاتې کیدو یوه کړنلاره ولرو.

دې متقاعد امریکایي جنرال دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د سولې په مساله کې د سیمې هېوادونو رول مهم دی؛ خو د سولې له خبرو وروسته د ټولو طالبانو د تسلمۍ ډاډ نلري.

جنرال دیوید پتریوس وایي: زه فکر نه کوم، چې د سولې له خبرو وروسته ټول طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کیدي. فکر کوم، چې په وروستیو میاشتو کې زیاتره طالبان له ترهګرو او داعش ډلې سره یو ځای شوي؛ ځکه هغوی غواړي جګړه روانه وساتي.

دا څویم ځل دی، چې ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستو خبره کوي؛ خو له کله یې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې لغو کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي.

افغان حکومت تر دې دمه د دونالد ترمپ د دغې څرګندونې په اړه څه ندي ویلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا ولس ته د دونالد ترمپ د څرګندنو په اړه ویلي، چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول د امریکا د خلکو غوښتنه ده او مونږ هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د ستونزو حل بولو.

Trending

Exit mobile version