Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د سولې له خبرو سره د تاوتریخوالي کچه هم راټیټیږي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته په سفر کې هیله څرګنده ګړې، چې په افغانستان کې د سولې له خبرو سره جوخت تاوتریخوالی کموالی ومومي او د افغانانو خپلمنځي خبرو زمینه به برابره شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي: هیله من یو، چې په افغانستان کې ټول سیاسي لوري، حکومت او غیر حکومتي مشران او طالبان یوې پایلې ته ورسیږي؛ تاوتریخوالی کموالی ومومي، د اوربند او د افغانانو او د هغوی د مشرانو تر منځ د اوربند سبب شي.

مایک پمپيو زیاتوي؛ تمه ده، چې ټول لوري د حکومت او طالبانو په ګډون په اوربند او د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، چې هند د افغانستان د راتلوونکي په تړاو اندېښمن دی. په افغانستان کې باید د پخلاینې بهیر د افغانانو په مشرۍ وي او هغه لاسته راوړنې، چې په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوي؛ د سولې په خبرو کې خوندي شي.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د حکومت له مشرانو، سیاسي څېرو او په کابل کې د ښځو له ځینو استازیو سره له لیدنې وروسته په یوه تویت کې ویلي، چې د سولې په خبرو اترو کې یو مهم پړاو ته نږدې شوی دی.

ده ویلي، د تاوتریخوالي د کموالي او افغانانو د خپلمنځي خبرو په تړاو یې ګټورې مشورې درلودې.

د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابۍ له خلیلزاد سره د لیدنې په اړه وایي؛ له خلیلزاد سره مو ټینګار داو، چې د خبرو له پیل مخکې دې اوربند شي او اسلامي امارت د ښځو لپاره د منلو وړ ندی.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ وایي، چې د خبرو له پیل مخکې دې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.          

پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان ویلي، دوی له حامد کرزي سره په همغږي کې د افغانانو او طالبانو  د خبرو لپاره پر یوې نوې طرحې کا پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب استازي له خپلو مشرانو سره د اوربند د ټینګښت پر څرنګوالي او د تاوتریخوالي پر کمیدو سلا مشورې کوي او تمه ده، چې زلمی خلیلزاد بېرته قطرته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک نېټه معلومه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني تېره ورځ (د لیندۍ ۲۷) د سیمې په یوه امنیتي کنفرانس کې ويلي؛ هره تګلاره، پرېکړه اویا پروګرام چې د افغانستان د خلکو له ګډون پرته وي، ناسم دی او ناکامیږي؛ ځکه دا سمه ده، چې طالبان د افغانستان یو حقیقت دي، خو آیا رښتیا هم ټول افغانان طالبان دي؟ نه.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!