تازه خبرونه
په افغانستان کې د سولې له خبرو سره د تاوتریخوالي کچه هم راټیټیږي
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي: هیله من یو، چې په افغانستان کې ټول سیاسي لوري، حکومت او غیر حکومتي مشران او طالبان یوې پایلې ته ورسیږي؛ تاوتریخوالی کموالی ومومي، د اوربند او د افغانانو او د هغوی د مشرانو تر منځ د اوربند سبب شي.
مایک پمپيو زیاتوي؛ تمه ده، چې ټول لوري د حکومت او طالبانو په ګډون په اوربند او د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، چې هند د افغانستان د راتلوونکي په تړاو اندېښمن دی. په افغانستان کې باید د پخلاینې بهیر د افغانانو په مشرۍ وي او هغه لاسته راوړنې، چې په تېرو دوه لسیزو کې تر لاسه شوي؛ د سولې په خبرو کې خوندي شي.
ده ویلي، د تاوتریخوالي د کموالي او افغانانو د خپلمنځي خبرو په تړاو یې ګټورې مشورې درلودې.
د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابۍ له خلیلزاد سره د لیدنې په اړه وایي؛ له خلیلزاد سره مو ټینګار داو، چې د خبرو له پیل مخکې دې اوربند شي او اسلامي امارت د ښځو لپاره د منلو وړ ندی.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ وایي، چې د خبرو له پیل مخکې دې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.
پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان ویلي، دوی له حامد کرزي سره په همغږي کې د افغانانو او طالبانو د خبرو لپاره پر یوې نوې طرحې کا پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د امنیت عالي شورا مشر علي شمخاني تېره ورځ (د لیندۍ ۲۷) د سیمې په یوه امنیتي کنفرانس کې ويلي؛ هره تګلاره، پرېکړه اویا پروګرام چې د افغانستان د خلکو له ګډون پرته وي، ناسم دی او ناکامیږي؛ ځکه دا سمه ده، چې طالبان د افغانستان یو حقیقت دي، خو آیا رښتیا هم ټول افغانان طالبان دي؟ نه.