تازه خبرونه
په افغانستان کې داعش رښتینی حضور نلري- څېړنه
څېړونکي حسین احساني ویلي: په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې جنګیالي د پاکستانيو طالبانو، لشکر طیبه او جندالله ډلې پخواني غړي دي، چې د مشرتابه له مخې د خراسان د عراق او شام د دولت تر منځ کوم ورتوالی نه لیدل کیږي.
په دې څېړنه کې د داعش د خراسان څانګې د ځینو بندیانو نظرونه هم اخیستل شوي دي.
کونړ، ننګرهار، نورستان، بدخشان، هرات، نیمروز او فراه په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت اصلي سیمه یاده شوې دي.
له طالبانو سره د سولې هوکړه به پر دې ډلې څه اغېز وکړي.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت په دې اړه ویلي، ممکن ځینې طالب جنګیالي د سولې له هوکړې وروسته په افغانستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شي.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما ثمر وایي: که وسلوالو طالبانو ته له سولې وروسته د کار زمینه برابره نشي؛ له نور ډلو سره یې یوځای کیدنه شونې ده.
د پوهنتون استادانو څرګنده کړې؛ هغه کوم موارد دي، چې د دې ډلې جنګي لیکې پیاوړې کوي؟
د پوهنتون استاد سيف الدين سيحون ویلي، چې: د سیاسي اسلام او ښه حکومت په اړه باورونه، چې اوس ناشوني ښکاري؛ زدکړیالانو او عامو خلکو ته له بېلابېلو ډلو سره د يو ځای کیدو زمینه برابروي.
افغان حکومت ویلي، چې د دې ډلې ملا یې ور ماته کړې او نور ګواښ نه ګڼل کیږي.
په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې سلګونه جنګیالي له خپلو کورنیو سره دولت ته تسلیم شوي؛ خو دغو جنګیالیو په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیتونه هم منلي او تازه تېره اوونۍ یې د عبدالعلي مزاري د تلین پرغونډې د شوي برید پړه واخیسته، چې په کې شاوخوا دېرش کسان ووژل شول او اتیا نور ټپیان دي.