تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د رنځورانو شمېر ۶۶۵ پورته شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس اته پنځوس نوې مثبتې پېښې په کندهار، کابل، هلمند نیمروز، تخار او کندوز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس دوه ویشت کسان مړه کړي او اته دېرش ترې روغ شوي دي.

د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ  په ډېریدو او خوریدو دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ويلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې یې د هېواد په کچه د کورونا ویروس اته پنځوس مثبتې پېښې موندلي، چې ورسره د کورونا ویروس د رنځورانو شمېر شپږ سوه پژنځه شپېته ته لوړ شوی دی.

کرونا ناروغۍ  پر عامو وګړیو سربېره یو شمېر افغان ډاکټران هم لاندې کړي، چې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د دوه ډاکټرانو په ګډون دوه ویشت کسان مړه شوي او اته دېرش کسان ترې رغیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د کورونا ویروس د چټګې خوریدا د مخنیوي لپاره په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر ګرځیدو راګرځيدو محدودیتونه سخت کړي او کار و بار په ټپه ولاړ او بېوزلې کورنۍ یې د لوږې له سخت کړاو سره مخ کړي دي.

Trending

Exit mobile version