تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ویروس د رنځورانو شمېر ۶۶۵ پورته شو
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس اته پنځوس نوې مثبتې پېښې په کندهار، کابل، هلمند نیمروز، تخار او کندوز ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس دوه ویشت کسان مړه کړي او اته دېرش ترې روغ شوي دي.
د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ په ډېریدو او خوریدو دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ويلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې یې د هېواد په کچه د کورونا ویروس اته پنځوس مثبتې پېښې موندلي، چې ورسره د کورونا ویروس د رنځورانو شمېر شپږ سوه پژنځه شپېته ته لوړ شوی دی.
کرونا ناروغۍ پر عامو وګړیو سربېره یو شمېر افغان ډاکټران هم لاندې کړي، چې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د دوه ډاکټرانو په ګډون دوه ویشت کسان مړه شوي او اته دېرش کسان ترې رغیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د کورونا ویروس د چټګې خوریدا د مخنیوي لپاره په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر ګرځیدو راګرځيدو محدودیتونه سخت کړي او کار و بار په ټپه ولاړ او بېوزلې کورنۍ یې د لوږې له سخت کړاو سره مخ کړي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبآبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.
ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید عليالعیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.
دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښهکېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
جاپان د اقلیمي بدلون لپاره افغانستان ته ۹.۴ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړه
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
د جاپان نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتو دفتر (UNOPS) د اقلیمي بدلون له اړوند ننګونو سره د ښه چمتووالي په برخه کې د ۱.۴ میلیارډ جاپاني ین( نږدې ۹.۴ میلیون امریکایي ډالر) پر ارزښت له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره د نوې مالي مرستې تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر UNOPS د مشرې کیټي آن وبلي او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې JICAاستازي سوټا ټوساکا لهخوا لاسلیک شوی دی.
یاده پروژه به په کابل ولایت کې عملي شي او موخه یې دا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د خلکو وړتیاوې پیاوړې کړي.
د دې پروګرام له لارې به د هغو بنسټونو له جوړولو هم ملاتړ وشي، چې د سېلابونو، وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له نورو خطرونو څخه د اوښتو زیانونو کچه راکمولی شي. همداراز به پروژه د پوهاوي لوړولو او د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره روزنیزې ناستې هم راونغاړي، چې خلک وکولی شي د بېړنیو حالاتو پر مهال سم او پخپل وخت کړنې ترسره کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ4 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
لوبی1 day agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه24 hours agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا عدلیې وزارت رحمنالله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي
-
تازه خبرونه1 day agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما

