تازه خبرونه
په افغانستان کې سوله، امنیت او وده د سیمې او نړۍ په ګټه ده
د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست مسووله له افغانستان څخه سیمه ییز او نړیوال ملاتړ یوه اړتیا بولي.
د ناتو په ناسته کې هر ګډونوال د افغانستان لپاره خبره لري او دې هېواد ته د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه هم تر بحث لاندې ده.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فدریکا موگریني وایي، زمونږ موخه له یوې سیمه ییزې هڅې ملاتړ دی، چې مالکیت یې د افغانستان وي. مونږ دغه موضوع له افغانستان او زمونږ له همکارانو سره تر بحث لاندې نیسو او دا کار روان ساتو. زه په افغانستان کې ژمنه رهبري وینم، چې نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ته اړتیا لري. د دې لپاره هر کس درک کوي، چې په افغانستان کې سوله، امنیت او وده د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون له افغانستان سره د اروپایی ټولنې مرسته؛ ځکه غواړي، چې په وینا یې ترهګري یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان له دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ دوام مهم دی. ډېر وخت کیږي، چې مونږ هلته یو. مونږ ته د دغه دموکراتیک هېواد غوښتنه ډېرهمهمه ده، چې اروپا ورته ځواب ورکړي. ترهګرې او ګڼ ملتیزې ډلې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په لویدیځ کې مونږ اروپا او دغه راز د افغان دولت موجودیت ته ګواښ دي. اضافي ځواکونه، چې نن مونږ اعلانوو، له سل ځواکونو لږ دي، چې افغان امنیتي ځواکونه په یوه غیر پوځي رول کې پیاوړي کوي.
د فرانسې دفاع وزیر هم په افغانستان کې د خپل هېواد له ډېرې پانګونې یادونه کوي.
د فرانسې دفاع وزیر فلورنس پارلي وایي، مونږ په افغانستان کې د تېرو کلونو په لړ کې خپل حضور ساتلی او ډېره پانګونه مو کړې ده. دا مهال مونږ له افغانستان سره د دوستي د دوه اړخیز تړون په پړاو کې یو.
د ناتو هرغړی به اعلان کړي، چې څومره نور سرتېري افغانستان ته لیږي.
تمه ده، چې امریکا افغانستان ته د ۳ تر ۵ زره نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وکړي او د ائتلاف نور غړي هېوادونه هم غواړي دې هېواد ته شاوخوا دولس سوه نور سرتېري ولیږي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه17 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا