تازه خبرونه
په خیرخانه کې د سالم یزدیار د ښخولو په مراسمو کې درې چاودنې شوي
د صحت عامې د څرګندونو له مخې په دې برید کې ۶ کسان وژل شوي او د مشرانو جرګې د نایب په ګډون ۸۷ نور ټپیان دي.
یو شمېر حکومتي چارواکي د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون له پېښې روغ رمټ وتلي دي.
د عدلې وزیر او د بهرنیو چارو سرپرست او احمد ضیا مسعود هه هم زیان نه دی رسیدلی.
ټپیان د ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې د روغتون مخې ته د ګڼه ګوڼې مخه نیول شوې او دا وېره شته، چې دلته هم چاودنه رامنځته نشي.
د حکومت اجرائیه رییس په ډاګه کړې، چې درې ځانمرګو د جنازې پر مراسمو برید کړی او د تلفاتو بشپړ شمېر ورته معلوم نه دی.
طالبانو به بېښه کې لاس لرل رد کړی دی.
سالم یزدیار د جمعې په ورځ( د غبرګولي ۱۲) له تاوتریخوالي څخه په ډک لاریون کې وژل شوی و، چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله .