تازه خبرونه
په ایران کې ملي ماتم اعلان شوی
د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ ته رسېدلی دی.
د دې زلزلې کچه ۷،۲ ریختر درجې ښودل شوې چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي.
زلزله د ایران په ځايي وخت د شپې ۹:۲۱ شوې، ځکه یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.
د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر خاورو او نړېدلو ودانیو لاندې شوي دي.ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.
نړیوالو خبري اژانسونو د ایران د نیمه دولتي رسنۍ تسنیم او د بېړنیو خدماتو د ادارې د رئیس په حواله تائید کړې چې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر له ۷۳۰۰ پورته تللی دی.
د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، اووه مړه او ۵۳۰ تنه زخمیان شوي ديپه زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي چې د څښاک پاکو اوبو، د ماشومانو لپاره خوراکي موادو، کمپلو او خیمو ته سخته اړتیا لري.