پرمختګ او بشپړتیا

له بیات پاور شرکت سره د ۴۲ میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د انرژۍ او اوبو وزیر د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۴ ) له بیات پاور شرکت سره د دوه څلوېښت میګاواته ګازي برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ؛ ځکه، چې له داخلي سرچینو د برښنا تولید پر وارداتي برښنا د افغانستان تړښت پای ته رسوي.

ټاکل شوې، چې د دې پروژې عملي چارې به درې اوونۍ وروسته په جوزجان کې پیل شي، چې نږدې څلوېښت میلیون دالر لګښت پرې راځي او تر شپږ میاشتو به بشپړه شي.

مسوولین له شرکتونو غواړي، چې خپلې پروژې پخپل وخت پلې کړي.

د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني وایي؛ د خصوصي سکتور لخوا به د دا ډول پروژو پلي کیدل د دې سبب شي، چې افغانستان د برښنا په برخه کې پر ځان بسیا شي. دغه پروژه، چې د جوزجان ولایت د یتیم تاق په کلي کې پلې کیږي؛ په بلخ، جوزجان، سمنګان او فاریاب ولایتونو کې به ترې څه باندې ۳۰ زره کورنۍ او سل تولیدي کارخانې برخمنې شي.

د بیات پاور شرکت مرستیال حمیدالله رهین وایي؛ نن د افغانستان لپاره یوه ځانګړې ورځ او ښه پیل دی، چې د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي.  نن د پروژې اجرایي تړون لاسلیک شوی، چې د دوه څلوېښت میګاواته برښنا د تولید توان لري او په شبرغان ښار کې به فعالیت وکړي.

د دې پروژې تړون د ولسي جرګې استازي هم ډېر خوښ کړي دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې فهیمه سادات وایي، چې دا پروژه به له یوې خوا پر ځان بسیاینه رامنځته کړي او له بلې خوا به کاري زمینه برابره او د حکومت عواید به پرې ډېر شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت هم د اوبو رسولو د ۵ پروژو تړونونه له ځینو شرکتونو سره لاسلیک کړي، چې څه باندې ۱۹۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي. په دې پروژو کې د کانالونو او استنادي دیوالونو بیا رغاونه هم شامله ده،  چې په فراه، سرپل، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې پلې کیږي.

خبریال: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version