تازه خبرونه

په سویل ختیځ زون کې ګډه امنیتي ناسته تر سره شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پکتیا ولایت په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د یاد زون د اووه ولایتونو امنیه قومندانانو د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په اړه امنیتي وضیعت وڅېړل شو او د هغو ولسوالیو پرامنیتي وضعیت خبرې وشوې، چې امنیتي ننګونې په کې لیدل کېږي.

په سویل ختیځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال تینجي  د اووه ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په دې امنیتي ناسته کې څرګنده کړې، چې د ناتو ماموریت په افغانستان کې روان دی او کوم بدلون ندی په کې راغلی.

نوموړی ویلي، چې په هر حالت کې به له امنیتي او دفاعی ځواکونو خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه وایي: زه غواړم تاسې ته یوه خبره وکړم، چې د ناتو او امریکا په ماموریت کې کوم بدلون ندی راغلی. پخوا، چې څه ډول روان و همغسې دی. سره له دې، چې په دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي او زمونږ په ماموریت کې کوم بدلون ندی راغلی؛ زموږ شتون په دې ځای کې ستاسې له ملاتړ سره تړلی دی.

په سویل ختیځ زون کې پر پکتیا سربېره د خوست، لوګر، غزني، میدان وردګ او پکتیکا ولایتونو امنیه قومندانان وايي، چې د ټاکنو پر وړاندې په ځینو ولسوالیو کې امنیتي ننګونې شتوالی لري، چې دوی به ډېر ژر په یادو سیمو کې عملیات پیل کړي.

د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د دغو ولسوالیو پر امنیت ساتنې هر اړخیزې خبرې وکړې او وایي، چې په بره کي برک، څرخ او خروار ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو هڅې ډېرې پراخه دي.

د پکتیکا ولایت امنیه قومندان سمونوال ایمل نیازی وايي، په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ننګونې وې او تر ډېره یې کچه راټیټه شوې ده.

سمنوال ایمل نیازي زیاته کړې، چې خلک کولی شي په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې په ډاډمنه توګه د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.

که څه هم امنیتي چارواکي د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ټولو ولسوالیو کې د امنیت د خونديتوب خبرې کوي؛ خو خلک وايي، چې د سویل ختیځ زون ډېرې ولسوالۍ ناامنه دي، چې د ټاکنو پر ورځ به د خلکو ګډون په کې پیکه وي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version