تازه خبرونه
په کابل کې ناامنیو خبریالانو ته ستونزې جوړې کړي
د کابل په زړه کې، له غلاګانو څخه په وار وار شکایت شوی؛ خو وړمه ورځ وسلوالو غلو د لومړۍ حوزې یوې پوستې ته په شاوخوا سل متره واټن کې د آریانا تلویزیون له کارکوونکیو څخه کمره او نورو وسایل اخستي دي.
پولیسو ژمنه کړې وه، چې د قضیې د پلټنو پایلې به په ۴۸ ساعتونو کې د خبریالانو له ملاتړو ادارو سره شریکې کړي؛ خو تر اوسه یې هم ځواب نه دی ورکړی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې غړی عبدالقدیم ویاړ وایي: مونږ دا موضوع له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې. هغو په څلیریشت یا اته څلوېښت ساعتونو کې د پلټنو له بشپړلو ډاډ راکړ، چې پایلې به یې له رسنیو سره هم شریکې کړي؛ خو تر اوسه یې ځواب نه دی راکړی. مونږ پر حکومت غږ کوو، چې د خبریالانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د کابل کارنیزیون وايي، چې د ښار د امنیت د ښهوالي لپاره پر یوه امنیتي ستراتيژیک پلان کار پیل شوی، چې ۵۲ مادې او ۷ فصلونو لري.
د ګارنیزیون قومندان جنرال افضل امان امان د څرګندونو له مخې؛ یاد ستراتيژیک پلان به د ښار له امنیت سره مرسته وکړي؛ خو زیاتوي، چې د وګړیو د ډېرښت له کبله د غلاګانو مخه په آسانۍ نشي نیول کیدی.
نوموړی وایي: زمونږ استخباراتي او کشفي ارګانونه او جنايي څانګه، چې په دې برخه کې کار کوي، شاید د ورځې د لسګونه پېښو مخه ونیسي؛ خو بیا ځینو کسانو ته فضا مساعده ده، چې ناوړه ګټه ترې واخلي.
کابل ګارنیزیون کابل پر درې زونونو وېشلی او د کمربندونو واک یې ملي اردو ته سپارلی، چې له ګاونډیو ولایتونو څخه ناامنۍ ښار ته ونه لېږدول شي.
خبریال: خلیل الرحمن امید