تازه خبرونه

په هرات، بلخ او کندهار کې د ټاکنو دفترونه وتړل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت وایي، په درې ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو د تړل کیدو مساله ناقانونه کړنه ده او د عاملانو په وړاندې به یې له قهریه ځواکه کار واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي دا خبرې وروسته له هغې وکړې، چې د افغانستان ستر ملي ائتلاف وویل: په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو له تړل کیدو وروسته دا لړۍ نورو سیمو ته هم پراخیږي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وایي، ټاکنې یو ملي بهیر دی او هیڅوک حق نلري دا ملي بهیر سبوتاژ کړي.

ښاغلي ابراهیمي ګواښنه وکړه، چې د دغه راز پېښو په وړاندې به امنیتي او دفاعي ځواکونه غلي پاتې نشي او د پوځي ځواک کارول هم له غوراوي لیرې خبره نده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو د تلې پر دوه یمه  کابل ته د رای پاڼو په ګډون د ټولو ټاکنیز توکو له رارسیدو خبر ورکړی او بیا به ټولو ولایتونو ته ولیږدول شي.

Trending

Exit mobile version