تازه خبرونه
په هرات کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک ښوونځي ښوونکي ونیول
په هرات ولایت کې د افغان– ترک ښوونځي زدکوونکي او د دوی د کورنیو ګډې کمیتې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ښوونځی یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي نیولي دي.
د یاد ښوونځي ځینو زدکوونکیو ادعا کړې، چې د یکشنبې پر سهار ۶ بجې( د لړم ۲۰) یو شمېر امنیتي ځواکونه ښوونځي ته وردننه شول او ان ډزې یې هم کړې دي.
عیني شاهدانو هم ویلي، چې نن سهار امنیتي ځواکونه د افغان- ترک د هلکانو ښوونځي ته وردننه شول او د انګړ دروازه یې وتړله.
امنیتي ځواکونه د څو ساعتونو په تېریدو اوس هم د دغه ښوونځي په شاوخوا کې ګرځي او ان رسنیو ته د وردننه کیدو اجازه نه ورکوي.
د زدکوونکیو د کورنیو کمیتې ښوونځي ته د امنیتي ځواکونو وردننه کیدل، د ښوونځي تړل او د زدکوونکیو او ښوونکیو نیول په کلکو ټکو کې غندلي او دغه کار د منلو وړ نه بولي.
د هرات ولایت پولیسو، د پوهنې ریاست او سیمه ییزې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه میاشتې مخکې د شبرغان ښار د افغان- ترک ښوونځی یو شمېر ښوونکي هم امنیتي ځواکونو نیولي وه.