Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک ښوونځي ښوونکي ونیول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هرات ولایت کې د افغان– ترک ښوونځي زدکوونکي او د دوی د کورنیو ګډې کمیتې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ښوونځی یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي نیولي دي.

د یاد ښوونځي ځینو زدکوونکیو ادعا کړې، چې د یکشنبې پر سهار ۶  بجې( د لړم ۲۰) یو شمېر امنیتي ځواکونه ښوونځي ته وردننه شول او ان ډزې یې هم کړې دي.

عیني شاهدانو هم ویلي، چې نن سهار امنیتي ځواکونه د افغان- ترک د هلکانو ښوونځي ته وردننه شول او د انګړ دروازه یې وتړله.

امنیتي ځواکونه د څو ساعتونو په تېریدو اوس هم د دغه ښوونځي په شاوخوا کې ګرځي او ان رسنیو ته د وردننه کیدو اجازه نه ورکوي.

د زدکوونکیو د کورنیو کمیتې ښوونځي ته د امنیتي ځواکونو وردننه کیدل، د ښوونځي تړل او د زدکوونکیو او ښوونکیو نیول په کلکو ټکو کې غندلي او دغه کار د منلو وړ نه بولي.

د هرات ولایت پولیسو، د پوهنې ریاست او سیمه ییزې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه میاشتې مخکې د شبرغان ښار د افغان- ترک ښوونځی یو شمېر ښوونکي هم امنیتي ځواکونو نیولي وه.  

تازه خبرونه

له سېلاب ځپلیو سره دې د مرستې ځانګړي حسابونه پرانیستل شي – رییس الوزراء

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

 د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په یوه نوي فرمان کې سپارښتنه کړې، چې مالیې وزارت باید د هېواد له سیلاب ځپلیو سره د مرستې او د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو لپاره د ډالرو او افغانیو حسابونه پرانیزي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د دغو حسابونو له پرانیستلو سره به د مرستې روښانه ادرس رامنځته او اړمنو هېوادوالو ته به اسانه ورسول شي.

د دغه فرمان له مخې؛ د وزیرانو شورا د عالي مقام له لارښوونې وروسته راټولې شوې مرستې به له تدارکاتي پړاوونو، بودجې، تخصیص او تادیې پرته د ښار او کور جوړونې وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو پر غړیتوب ترسره شي.

په دغه فرمان کې له ټولو وګړو، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي، چې د دغو حسابونو له لارې مرستې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د شانګهای په غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت باید د ټولګډونه سیاست اصل او د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی ولري.

هغه ویلي؛ د افغانستان لپاره د اړیکو ډله باید په شانګهای ټولنه کې د عملي همکارۍ د غوښتنې په توګه هڅانده پاتې شي.

د افغانستان په اړه د شانګهای ټولنې د اړیکو ډلې غونډه په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي.

هغه ويلي: مونږ د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه غواړو، چې په دې اړه کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد ونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو د پاکستان تورونه رد کړي او څرګندوي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

ډار د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه)د شانګهای ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته سفر کړی دی.

ویل کیږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د افغانانو د بشري وضعیت د حل لپاره د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ د ارزښتناکو اړیکو غوښتنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه تصویب شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال مالي بودجه د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده له هراړخیزې کتنې وروسته توشیح شوه.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پوره پاملرنه شوط ده. همدارنګه  تېر کال ته ورته د روان کال مالي بودجه هم د هېواد له ملي عوایدو جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودجه د هېواد په مالي سیسپم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا لاسرسی ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان مالي کال دوه میاشتې تېرې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!