تازه خبرونه

په فراه ولایت کې ۴ پولیس او ۶ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په فراه کي چارواکي د څلورو پولیسو او شپږ وسلوالو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د فراه د پرچمن ولسوالی امنیه قومندان ولي احمد مبارز وایي؛ دا کسان په هغې نښته کې وژل شوي، چې تېره شپه د وسلوالو او پولیسو ترمنځ په دې ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، طالبانو د دې ولسوالۍ د سرمشکان پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې نښته رامنځته او څلور پولیس او شپږ وسلوال طالبان وژل شوي.

هغه په ډاګه کړه، چې په دې نښته کې درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

هغه وایي، وسلوال د دې ولسوالۍ په کلیو کې راټول شوي او غواړي پر ولسوالی برید وکړي.

Trending

Exit mobile version