تازه خبرونه
په فراه ولایت کې واورې ښویېدنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د واورې ښویېیدنې له کبله ۳ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، چې د واورې د پرلپسې اورښت او سړې هوا له کبله د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوه ماشومانو په ګډون درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، له پرچمن ولسوالۍ سره نښلیدونکې ټولې لارې تړل شوې دی.
د دغه ولایت د پرچمن ولسوال او قومي مشرانو ویلي، چې د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له یوه متر ډېره واوره وریدلې او اوسیدونکي یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
دوی ګواښ کړی که یادې ولسوالۍ ته د هوا له لارې د لومړنیو توکو بېړنۍ مرستې تر سره نشي؛ نو بشري ناورین به رامنځته شي.