تازه خبرونه

په فراه کې ولسمشر غنی د طالبانو له توغندیز برید سره مخ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار د ( کب ۱۸) ولسمشر غني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسیدلی؛ خو په هوایي ډګر کې له رسیدو سره سم له توغندیز برید سره مخ شو.

د فراه ولایت یو امنیتي چارواکي ویلي؛ د فراه ولایت پر هوایي ډګر دوه توغندي توغول شوي، چې ځاني او مالي زیانونه نلري.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې دواړه توغندي د پلیګون په اړوند سیمه کې لګیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د لیدو او همدارنګه د امنیتي وضعیت د څېړنو لپاره دغه ولایت ته سفر کری دی.

د ولسمشرۍ خبرپاڼه څرګندوي: ولسمشرغني په داسې حال کې فراه ولایت ته سفر کوي، چې په وروستیو سیلابونو کې لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، سلګونه کورنۍ بې کوره شوي او سلګونه نور مرستو ته اړ دي.

طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

ولسمشراشرف غني له میرمنو، ځوانانو، د مدني ټولنو له استازیو او دغه راز د یاد ولایت له علماوو، متنفذینو ، مشرانو او سیلاب ځپلیو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

دوی هیله ښودلې، چې د باعزته سولې له راتګ سره به افغانستان نوي پړاوو ته وردننه شي.

د فراه ولایت متنفذ ښاغلي منشي حبیب د امنیت، بېوزلۍ، بخش آباد بند، برېښنا او نورې اړوندې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.

ولسمشر غني په فراه ولایت کې وروستیو سیلابونو ته په نغوته کې وویل: اړوند مسوولینو ته له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د بېړنیو مرستو او همدارنګه د سیلابونو د مخنیوي په موخه د عاجلو اقداماتو لارښوونه شوې ده.

ولسمشر له سیلاب ځپلیو سره په لیدنه کې ویلي، چې سیلاب ځپلیو ته بېړنۍ مرستې راټولې شوي او ډېر ژر به وروسپارل شي. دغه راز د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت ته یې هم سپارښتنه وکړه، چې سیلاب ځپلیو ته دې د استوګنې زر نوې نمرې ووېشل شي.  

 نوموړي د فراه د امنیتي ستونزو د ارزونې په اړه ویلي، چې یو باصلاحیته امنیتي پلاوی به راولیږل شي او د هغوی د موندنو په رڼا کې به د امنیت د ښه تامین په موخه اقدامات وشي.

ولسمشر دغې ناستې ته پر بخش آباد بند د اساسي کار د پیلیدو ډاډ څرګند کړ او همدارنګه یې د راتلونکي کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د جنراتوري برښنا تعرفه له ۳۵ افغانۍ څخه ۱۷ افغانیو ته د راټیټیدو زیری وړاندې کړ او د افغانستان د برښنا شرکت رییس ته یې لارښوونه وکړه، چې د وارداتي برښنا تر راتګ پورې د جنراتوري برښنا ظرفیت له ۴ میګاواته څخه ۶ میګاواته ته لوړ کړي.

Trending

Exit mobile version