تازه خبرونه
په کابل کې هند افغانستان ته دوه چورلکې ډالۍ کړې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هند د دغې ډالې په ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د هېواد د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد د مننې تر څنګ هوایي ځواک ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان ملت پر تاسو ویاړي؛ تاسې د جګړې په روان څپرکي کې د خپلو ملګرو تر څنګ اتلولي څرګنده کړې او د دښمن پلان مو له اعلان وروسته شنډ کړی دی.
نوموړي د سولې روانو خبرو ته په نغوته کې ویلي، چې سوله د ملي اردو د تسلیمۍ او د هغې د له منځه وړلو په معنا نده. تاسې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د سولې ساتونکي او ژغورونکي وئ.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور میاشتې مخکې هند افغانستان ته د کندهار ولایت په هوایي ډګر کې څلور یو اچ-۶۰ ډوله چورلکې سپارلې وې.