تازه خبرونه

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره ترور شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د شنبې پر سهار( د غویی ۲۱) ۷:۲۰ دقیقې ناڅرګندو وسلوالو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون سلاکاره مینه منګل ترور کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړې ترور د پولیسو تر کشف او څېړنې لاندې دی.

د مینه منګل خپلوان په دې قتل کې د هغې د میړه د کورنۍ غړي تورنوي او ټینګار کوي، چې له څو کلونو راپدیخوا له کورني تاوتریخوالي سره مخ وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وایي، چې دغه قتل د کورني تاوتریخوالي پرلامل رامنځته شوی دی.

د پېښې عیني شاهدان وایي؛ دوه وسلوالو موترسایکل سپرو پر مینه منګل  ډزې وکړې او وروسته بریالي شول، چې له سیمې وتښتي.

 میرمن منګل د یوې تکړه خبریالې، شاعرې او لیکوالې په توګه په آریانا او آریانا نیوز او شمشاد رسنیو کې بېلابېلې  دندې ترسره کړې دي.

له څه وخت راپدیخوا یو ځل بیا په کابل ښار کې جنایي جرمونه زیات شوي، چې د خلکو جدي اندېښنې یې را پورته کړي او کابل پولیس د کابل په امنیت ساتنه کې په بې پامي تورنوي.

Trending

Exit mobile version