تازه خبرونه

په هرات ولایت کې ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو درې انسان تښتوونکي نیولي او ۵ کسان یې ترې ژغورلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ( د غویی ۲۷) څرګنده کړې؛ د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ځواکونو درې کسان د انسان تښتوونکيو پر تور نیولي او ۵ مسافر یې، چې د هرات – اسلام کلا پر لویه لار یې نیولي وه له یو موتر سره ژغورلي دي.  

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ یو انسان تښتوونکی له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی هم دی.

دغه راز ویل کیږي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې د مرکز کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې د جرمونو د مخنیو لپاره د نوې تګلارې له پلي کولو خبر ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version