تازه خبرونه
په هرات کې یوې ترافیکي پېښې ۲۴ کسان زیانمن کړل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ د ګردنه نخود سیاه په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټول قربانیان په یو باروړونکي موتر کې سپاره ول.
د ښاغلي فرهاد د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپیان د شینډنډ ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.
انځور له ارشیفه