تازه خبرونه
په کابل ښار کې د امنيتي پوستې ۶ پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې تېره شپه اووه بجې د اووه مې امنیتي حوزې د دوغ آباد په بازار کې وسلوالو بریدګرو پرامنیتي پوستې برید کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ برید ګرو له برید وروسته تېښته کړې او په اړه یې څېړنې روانې دي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې امنیتي سرتېرو خپله روژه ماتوله.
د پېښې عیني شاهدانو آریانا نیوز ته ویلي، چې بریدګر په یو کرولا موتر کې سپاره ول او د پوستې پر ساتونکي له ډزو وروسته پوستې ته وردننه شول او پر نورو سرتېرو يې ډزې وکړې.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې په دې پېښه کې اته سرتېري وژل شوي او دوه طالب جنګیالي ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د څرخي پله د زندان په اړوند سیمه کې وسلوالو بریدګرو د یوې امنیتي پوستې د عامه ساتنې څلور ساتونکي وژلي او بیا یې سوځولي وه.