تازه خبرونه

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ او د جمعې لمانځه پر مهال( د غبرګولي ۳) د کابل ښار په التقوا جومات کې چاودنې د مولوي سمیع الله ریحان په ګډون د دوه کسانو ژوند واخیست او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپیان دي.

د کابل پولیس وایي، برید له مخکې پلان شوی و او چاودیدونکي توکي د جومات په منبر کې محراب ته نږدې له وړاندې ځای پر ځای شوي وه او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

د کابل پولیسو قومنداني ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودیدونکي توکي د جومات محراب ته نږدې او د منبر په منځ کې ځای پر ځای شوي وه، چې په چاودنه کې یې د مولوي سمیع الله ریحان په ګډون دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پېښې لیدونکي تلفات د کورنیو چارو وزارت د شمېرو په پرتله دوه برابره زیات ګڼي.

دا لومړی ځل ندی، چې په جوماتونو کې برید کیږي، مخکې هم ‌ډ‌ېر ځانمرګي بریدونه پر جوماتونو او مذهبي ناستو شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې او یا کس د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version