تازه خبرونه
په فراه کې دوه موتره قاچاقي ماشینونه او ګول سیخ نیول شوي
سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا دوه موتره ماشینونه او ګول سیخونه له یوې قاچاقي لارې فراه ته راوړل شوي وه.
د فراه والي محمد شعیب ثابت وايي، د سرحدي ځواکونو له مسوولینو څو ځلې غوښتل شوي، چې دا توکي ضبط او عاملین یی ونیسي؛ خو هغوی یی غوښتنه ردوله او اوس یې پخپله د جنایي جرمونو د آمر په ملتیا دا توکي ضبط او ونیول.
په فراه کې د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې آمر عتیق الله بریالی ډاډ څرګندوي او وایي، چې د جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې دا لړۍ به روانه وساتل شي.
د دغه موترو چلوونکي هم اعتراف کوي، چې دا توکي یې د ګمرکي مالیې له ورکولو پرته په قاچاقي توګه هېواد ته راوړي دی.
که څه هم د فراه اوسیدونکیو په ګمرک کې د پراخ مالي فساد خبره کړې؛ خو په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دي، چې قاچاقي توکي د فراه د مسوولینو له خوا نیول کیږي.