تازه خبرونه
په فراه ښار کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب منلې، چې تېره شپه طالبانو ښار ته نږدې پر حیدر قولي پوستې وسلوال برید کړی، چې په کې ۷ پولیس سرتېري وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې برید کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دی.
فراه ولایت د هېواد یو له ناامنه سرحدي ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.