تازه خبرونه
په کابل کې د داعش شپږ کسیزه ډله ونیول شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
یاد ریاست د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۹) په ډاګه کړې، چې نیول شویو کسانو په کابل ښار کې د ترور، سړي تښتونې، د وسلو، مهماتو، چاودیدونکیو توکو او ننګرهار ولایت ته د داعشي کورنیو لیږد رالیږد تر سره کاوه، چې له یو میل کلاشینکوف، یو میل کرینکوف او دوه میله تومانچو سره د ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.
دغې شپږ کسیزې ډلې هر یو محمد عابد د معلم شېر، سبحان احمد د خان جان، حمدالله د غلام حیدر، محمد یونس د محمد ګل، محمد یونس د حاجي ببرک او عبدالرشید د عبدالعزیز زامنو د کابل د ښاري مسوول دین محمد( نوید) په مشرې د دغه ښار په بېلابېلوسیمو کې پټې هڅې تر سره کولې.
داعش جنګیالیو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.