تازه خبرونه

په کابل کې د ناقانونه وسلوالې ډلې مشر نبي کوهبندي ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوې وژونکې ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نبي کوهبندي د هغې خطرناکې او وژونکې ډلې مشر و، چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېري جنایي جرمونه رامنځته کړي دي.

د کورونیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۵)  له غرمې وروسته یاد جنایتکار او وژونکی د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسلوالې ډلې مشر و او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې نه یوازې غلا، لار نیونه، لوټ، تالان او باج اخیستنه ترسره کړې، بلکې عامه امن او نظم یې هم ګډوډ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې کابل ښاریان غلاوو، وژنو او بېلابېلو جنایتونو اندېښمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version