تازه خبرونه
په هرات کې طالب ولسوال او درې امنیتي سرتېري ووژل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هرات پولیسو په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د عزیزآباد په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو د انجیل ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا عوص( غازي عوض) وژل شوی دی.
د هرات پولیسو دا هم څرګنده کړې، چې دغه طالب قومندان د دې ولایت په ډېرو ناامنیو کې لاس درلود.
دغه راز وسلوالو طالبانو د دې ولایت د ګذر ولسوالۍ د اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې درې سرتېري وژل شوي دي.
په هرات ولایت کې یوې امنیتي سرچینې منلې، چې دغه پېښه د ګذر ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه دا هم ویلي، چې په دې پېښه کې طالبانو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.
طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښو په اړه څه ندي ویلي.