تازه خبرونه
په کابل کې د غلو او لوټمارانو یوه ۵ کسیزه ډله ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان هر یو شعیب، فرهاد، احمد شاه، تازه ګل او اجمل نومیږي، چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه د غلا پر تور نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې دوی پر بېلابېلو بهانو، ګواښونو او د وسلې پر زور د درېیمې، پېنځمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې له کابل ښاریانو څخه د پیسو او ګران بیه څیزونو پر تښتولو تورن دي.
د کابل پولیس وایي، چې دغه کسان د درېیمې امنیتي حوزې د پولیسو په اوپراتیفي عملیاتو کې د ګولایي دواخانه له اړوند سیمې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو غلاوو او وژنو اندېښمن شوي دي.