تازه خبرونه

په کابل کې خراسانی نومی لوی مجرم ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د کابل پولیسو د هېواد لوی مجرم عبدالحمید خراسانی نومی نیولی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړی نن له غرمې مخکې هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د سیاسیونو د ننني لاریون په بهیر کې ځان له پولیسو سره ښکېل کړي، چې د پولیسو لخوا ونیول شو.

عبدالحمید خراسانی، چې د هېواد د لوړیو مجرمانو په نوملړ کې یې نوم راغلی؛ لدې مخکې هم څوڅله له پولیسو سره ښکېل شوی او له قانون څخه یې تېښته کړې وه.

نوموړی له سوداګرو، تېل پلورونکیو او هټیوالو څخه د پیسو په اخیستو، تښتونو، وژنو، لوټ، تالان او بېلابېلو ځورونو کې لاس لري.   

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی د نامسووله جنایکارو وسلوالو پر لرلو، د سنبلې د ۱۸ د ویرجنې ورځې په بهانه د وېرې ترهې د رامنځته کولو، مشرانو ته د کنځلو او د افغانستان د ملي بیرق د سوځولو پر جرمونو هم تورن دی.

Trending

Exit mobile version