تازه خبرونه

په کابل کې موتربم او بریدونو له سل ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو د نن ورځې په چاودنه او یرغلیزو بریدونو کې درې کسان ووژل شول او نږدې سل  نور ټپیان شول.

د بریدونو موخه د ملي دفاع وزارت د اکمالاتو او انجینري څانګه وه؛ برید پر یوه موتر بم پیل شو او بریدګرو په ساعتونو له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.

کورنیو چارو وزارت وایي، برید د ملي دفاع وزارت د اکمالاتو او انجینري څانګې د دروازې په خوله کې د موتربم له چاودنې وروسته وشو او وروسته څو بریدګرو د دې بنسټ پر ودانۍ یرغل وکړ.

عیني شاهدانو ویلي، برید دومره ځواکمن و، چې خلک یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې هک پک او اندېښمن کړل او هر چا له برید د ژغورلو هڅه وکړه. داسې کسان هم ول، چې د تېښتې لار پرې بنده شوه او د برید په اړوند سیمه کې بند پاتې شول.

دا د طالبانو پېچلی برید حسابیږي؛ بریدګرو یې د ملي دفاع وزارت یوه مهمه برخه پر نښه کړه. د بریدګرو شمېرمعالوم ندی؛ خو طالبانو ویلي، چې څو بریدګرو یې د سپکو او درندو وسلو او چاودیدونکیو توکو پر مټ په ساعتونو مقاومت وکړ.

ملي دفاع وزارت د پېښې د احتمالي تلفاتو په باب څه نه وایي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  ویلي، چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او له سل ډېر ټپیان دي.         

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کابل کې د ننني موتربم برید پاتې پېنځه وسلوال هم له پولیسو سره  په نښته کې ووژل شول.

د پېښې ځای ته د شمشاد تلویزیون نږدې پروت دی. دې تلویزیون ته هم زیان اوښتی او د څو شېبو لپاره یې خپرونې بندې شوې او یو ساتوونکی یې پر ډزو وژل شوی دی.

طالبانو په کابل کې پر پوځي موخو د بریدونو ګواښ عملي کړ؛ خو په دوحه کې له امریکایانو سره د جګړې د پای پر څرنګوالي یې هم خبرې روانې ساتلې دي. دا خبرې اترې، چې اوس هم ښکاره نده دا پوښتنه راپورته کوي، چې د جګړې پدې بل شوي سور اور به اوبه تویې کړای شي او که نه؟

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version