تازه خبرونه
په کابل کې پولیسو د آریانا نیوز خبریال وهلی او ګواښلی
د آریانا نیوز خبریال سمیع جهش، چې په کابل کې د افغان ـ ترک پر ښوونځي د پولیسو د سهارني برید د پوښښ لپاره اړوند سیمې ته ورغلی و، چې د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ او کنځلې یې هم واوریدې.
ښاغلی جهش زیاته کړې، چې د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال ښاغلی سرنېري ترې ګرځند( مبایل) او د انځورونو کمره پر زور اخیستې ده.
کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې د څېړلو ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې د بیان آزادي او رسنۍ د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنه ده او هیڅوک حق نلري، چې د خبریال او رسنیو د کار خنډ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر سهار( د چنګاښ ۱۴) یو شمېر امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د افغان ـ ترک ښوونځی محاصره کړ او آریانا نیوز خبریال د دغې پېښې پوښښ ته تلی و.