تازه خبرونه

په قطر کې د اووم پړاو خبرې د افغانستان له پلاوي سره د خبرو لپاره پای ته ورسیدې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د طالبانو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې پای ته ورسیدې او د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالب استازیو او له کابل څخه د ورغلیو افغان مرکچیانو ناسته پیلیږي.

په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرو له پای ته رسیدو سره جوخت ټاکل شوې د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ پر ۱۶ چې د جولای له ۷ سره برابره ده) دا ښار د طالب استازیو او هغو افغان مرکچیانو د ناستې کوربه وي، چې له کابله  ورغلي دي.

په دې ناسته کې د سولې په اړه خبرې کیږي؛ د دې جوړیدونکي ناستې ځینو برخوالو آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې ناسته کې د سولې او سولې ته د رسیدو پر تګلارو بحث او خبرې کیږي.

په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي کیدونکي ناستې برخه وال هادي معرفت ویلي، چې د افغانانو د دې خپلمنځي ناستې برخوال به پر کلیدي مسایلو او سولې ته د رسیدو پر تګلارو راوڅرخي.

په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي کیدونکي ناستې برخوال حیات الله جواد د طالبانو او افغان دولت تر منځ د مخامخ خبرو پیل لپاره ارزښتناکه ګڼي.

په دې ناسته کې د طالبانو ۱۵ مشران هم ګډون کوي، چې آلمان او قطر یې په ګډه جوړوي. که څه هم دې ناستې ته ځینې دولتي څېرې هم بلل شوي؛ خو سولې عالي شورا ویاند وایي، دا کسان په دې ناسته کې د افغان حکومت استازیتوب نکوي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د طالب استازیو او امریکایانو اووم پړاو خبرې د شنبې په غرمه د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسیدې؛ خو په دې پړاو کې پرمختګ شوی دی.

خلیلزاد هم دغه خبرې ګټورې او له پرمختګونو ډکې نومولي دي.

له امریکایانو سره د خبرې کوونکي پلاوي غړی او ویاند سهیل شاهین په ډاګه کړې، چې: نن هم له امریکایانو سره په خاصو ګروپونو کې مذاکرات روان ول. سبا او بله ورځ به د بین الافغاني کانفرانس له کبله له امریکایي پلاوي سره خبرې نه وي. پر نهم د جولای به بیا مذاکرات پیل شي. مونږ د مذاکراتو له پرمختګه راضي یو او هیله من یو، چې پاته کار هم ژر بشپړ شي. تراوسه له کوم خاص خنډ او ځنډ سره نه یو مخ شوي.

Trending

Exit mobile version