بلخ @ps
په مزار ښار کې د خصوصي مخابراتي شبکو دفترونه وتړل شول
د بلخ والي ویاند منیراحمد فرهاد څرګنده کړې؛ له هغه وروسته، چې د وسلوالو طالبانو د ګواښونو له کبله په مزار شریف ښار کې مخابراتي شبکو د شپې لخوا خپل فعالیتونه ودرول؛ د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ۳۰) د بلخ والي د دغو شبکو سیمه ییزو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې باید څلیریشت ساعتونه فعالیت وکړي؛ خو دوی د یکشنبې او دوشنبې پر شپو هم خپل فعالیتونه ودرول او د سیمه ییزې ادارې له امره یې سرغړونه وکړه؛ نو د بلخ د والي د لارښوونې له مخې امنیتي ځواکونو په مزار شریف ښار کې د مخابراتي شبکو ټول مرکزونه وتړل.
نوموړي دا هم ویلي، چې د دغو شرکتونو ورځنیو هڅو ته هم اړتیا نشته.
دوی له محلي مسوولینو غواړي، چې دا ستونزه ژر ترژره حل کړي.
عبدالحمید نومی محصل وایي، سیمه ییزې ادارې او د مخابراتي شبکو تړل کیدو مونږ له روحي او ذهني فشار سره مخ کړي یو. مونږ نشو کولی، چې خپل درسي مواد تر لاسه او له کورنیو سره اړیکې ټینګې کړو.
د بلخ اوسیدونکی محمد نعیم وایي، که شبکې د شپې لخوا بندې وي؛ ګواښل شوي، خو مونږ نه پوهیږو، چې د ورځې ولې بندیږي او سیمه ییز حکومت یې دروازې تړلې دي؟!
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې ناستې په پای کې طالبانو د امنیت د ټینګښت په موخه د ملکيانو، عامه موسساتو، مدرسو او خصوصي مرکزونو پروړاندې د تاوتریخوالی د راکمولو ژمنه کړې ده. د مزار ښار اوسیدونکي وايي، د دغو محدودیتونو په لګیدو د امنیتي او جنایی پېښو په اړه د خبرونو خپرول له ستونزو سره مخ شوي او ډېر داسې مسایل پټ پاتي کیږي، چې ولسي زیانونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په جوزجان، فاریاب، سرپل او د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکو له دې مخکې په شپه کې فعالیت درولی و؛ خو دا لومړی ځل دی، چې نه یوازې په مزار ښار کې هم دا کار کیږي، بلکې په دې ښار کې د مخابراتي شرکتونو هڅې د ورځې لخوا هم بندیږي او دفترونه یې د سیمه ییزو چارواکو لخوا تړل کیږي.