تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۴۵ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د ودونو په یوه تالار کې چاودنې لږ تر لږه له ۶۳ کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې تېره شپه ۱۰:۴۵ د کابل ښار د لویدیځې څنډې د (شهردبۍ) د ودونو په تالار کې چاودنه رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې یو ځانمرګي برید ګر خپل چاودیدونکي توکي د دغه تالار د میلمنو تر منځ چولي، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان دي.   

ښاغلي رحیمي زیاته کړې، چې په قربانیانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

داعش جنګیالیو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نلري.  د ولسمشرغني په ګډون د ملي وحدت حکومت مشرانو، امنیتي بنسټونو، یوناما او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس دغه پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده.

د چاودنې پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ میلمانه د یاد هوتل د واده مراسمو ته راغلي وه.

عیني شاهدانو او ټپیانو ویلي، چې په تالار کې څوک روغ ندی پاتې شوی.

 د یادونې ده، چې د دغې پېښې ټول قربانیان نن یکشنبه( د زمري ۲۷) د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې پر ځانګړیو مراسمو خاورو ته وسپارل شول.

Trending

Exit mobile version