تازه خبرونه

په هرات کې د طالبانو پر برید ۷ ملکي وګړي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۳۹۸)

د طالبانو په یوه برید کې، چې د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالې په اړوند سیمه کې ترسره شوې، لږ تر لږ ۲۴ ملکي وګړیو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي؛ دغه پېښه د دې ولسوالۍ د خواجه نور په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د وسلوالو طالبانو په برید کې د ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ نور ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې د پېښې ۱۴ ټپیان د رباط سنګي روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.

په تېرو درې ورځو کې دا دویم ځل دی، چې طالب جنګیالي په دې ولسوالۍ کې بریدونه کوي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version