تازه خبرونه
په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو پر غوښتنو هم مشورې کیږي
نهه ورځې وروسته په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیدونکې ده.
د جرګې د تر سره کیدو لپاره چمتووالی وروستی شوی؛ خو آیا په دې جرګه کې به د طالبانو غوښتنې تر بحث لاندې راشي او که نه؟
د مشورتي لویې جرګې د چمتووالي کمیسیون تمه لري، چې د طالبانو غوښتنې په جرګه کې انعکاس وکړي؛ خو مخکې له هغې دا کمیسیون له حکومت او طالبانو غواړي، چې د سولې لپاره تعریف شوې کړنلاره جوړه کړي.
د سولې جوړیدونکې مشورتي جرګې د چمتوالي کمیسیون غړی سید علی کاظمي وایي، چې مونږ د سولې په اړه تعریف شوې تګلارې ته اړتیا لرو. هیله من یو، چې د سولې مشورتي جرګې تر جوړیدو یوې منل شوې پایلې ته ورسیږو او په دې اړه ډاډه شو.
د اجرائیه رییس په ګډون د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو له جرګې سره پرېکون کړی او ځینې بیا باوري دي، چې دا جرګه د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر له افغان سیاستوالو غواړي، چې لدې جرګې څخه سولې ته د رسیدو لپاره کار واخلي، نه د بېلتون او لریوالي لپاره.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون څرګنده کړې، چې ځینې ګوندونه د دې جرګې په اړه یو لړ نیوکې لري؛ خو د افغانستان په تاریخ کې دا ستونزمنه شېبه ده او باید لدې فرصته د همپالنې لپاره کار واخیستل شي، نه د بېلتون لپاره. مونږ تمه لرو، چې ټول یوې هوکړې ته ورسیږي او له لویې جرګې څخه سولې ته د رسیدو لپاره کار واخلي.
د جرګې لپاره دوه اجنډاوې له وړاندې ټاکل شوي، لومړی له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د تعامل حدود او دوه یم د خبرو اترو اډانه؛ خو دا اجنډا ځینو ته مبهمه ښکاري.
پخوانی پوځي ظاهر عظیمي وایي، چې لومړی د دې لپاره، چې جرګې ته به څه وړاندې کیږي؛ کومه اجندا نشته او دا، چې څه به پوښتي او څه ځواب به وړاندې کوي هم بې برخلیکه پاتې ده. د جرګې غړي هم داسې ندي غوره شوي، چې ټولو ته د قناعت وړ وي.
داسې ښکاري، چې حکومت ندی توانیدلی د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو لپاره د ټولو سیاستوالو هوکړه واخلي. که څه هم د جرګې لپاره ۳۷۵ میلیون افغانۍ ځانګړې شوي؛ خو روښانه نده، چې پایلې به یې ټولو ته د منلو وي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته د افغان حکومت د ۲۵۰ کسیز نوملړ پر لامل د قطر حکومت لخوا لغو شوې او هغو کسانو، چې د قطر لخوا د دوحې ناستې ته بلل شوي؛ د ناستې له لغو کولو وروسته یې مشورتي لویه جرګه او ولسمشریزې ټاکنې دواړه تحریم کړې دي.
خبریال: باعث حیات