بی بی سی پښتو

په قرنطین کې افغان ماشومان څه وکړي؟

Published

on

BBC

په افغانستان او نړۍ کې د کورونا وېروس خپرېدل او د خلکو قرنطین کېدل بې ساري دي، په ښارونو او بانډو کې میلیونونه زدکوونکي د کورونا وېروس د ګواښ له امله په کورونو کې بند دي.

د افغانستان ډېری کورنۍ ګڼ غړي لري او اکثر یې ځوانان دي. له ماشومانو سره د قرنطین پر مهال د کورنیو چلند له ستونزو او جنجالونو ډک وي. اوس پوښتنه دا ده چې د قرنطین پر مهال ماشومان باید څه وکړي؟

کابل او د افغانستان نور لوی ښارونه په بشپړ ډول قرنطین شوي دي، هغه لړۍ چې پای یې نا معلوم بریښي. اټکل کیږي چې ډېری ماشومان همداسې په قرنطین کې پاتې شي او اړتیا ده چې ورسره ښه چلند وکړو.

ورځني منظم پروګرامونه:

په عادي ورځو کې هغه ماشومان په ځانګړي ډول چې ښوونځیو او وړکتونونو ته ځي، دوی په ورځني پروګرام پورې تړلي دي. سهار په معلوم وخت له خوبه راپاڅیږي او همدا رنګه په ښوونځیو او وړکتونونو کې هم ځانګړي پروګرامونه لري.

Getty Images

اروا پوهان هم د قرنطین په ورځو کې ماشومانو لپاره د ځانګړو پروګرامونه وړاندیز کوي. له خوبه راپاڅېدل، د سهارنۍ خوړلو لپاره ځانګړی وخت او همدا رنګه د ماشومانه لوبو لپاره هم ځانګړی وخت په پام کې نیول شوی.

اروا پوه بتول سید حیدري په دې عقیده دی چې هېڅ شی د ماشوم له ارامۍ او ښېرازۍ نه اړین نه دی.

مانا دا چې په ماشومانو باندې د سختو شرایطو وضع کول، هغوی لپاره د پېچلې برنامې جوړول او بیا ترې د هو به هو ترسره کولو تمه لرل، پر هغوی داسې حالت راوستل د دوی ودې ته زیان اړولی شي.

دی باوري دی چې د ماشومانو لپاره د هغوی د وړتیا سره سم، د دوی د جسمي او رواني حالت اړوند چارې تنظیمول د دې لامل کېږي چې ماشوم د خوندیتوب او ارامۍ احساس وکړي.

په هغوی کې د ژوند د اداره کولو روحیه پیاوړي کوي او کولی شي چې په ژوند کې له دې نه د سختو شرایطو سره مقابله وکړي.

کتاب ولولئ:

له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، ټول ماشومان د کتاب له اورېدو یا له لوستو خوند اخلي. د دې بنسټ په وینا د کتاب لوست کولی شي د ماشومانو ذهني وړتیا لا ډېره کړي. هغه څوک چې له ماشومتوبه له کتاب سره اشنا کیږي په لوی عمر کې هم یو ښه کتاب لوستونکی ترې جوړیږي.

د ماشومانو په چارو کې ځینې شنونکي هم په دې باور دي چې له کتاب سره د ماشومانو اړیکه کولی شي د دوی د اورېدو او د ویلو حسونه پیاوړي کړي.

هغه لارښود کې چې د یونیسف له لوري جوړ شوی هم راغلي، ښه کیسه او عکس لرونکي کتابونه د ماشومانو لپاره په زړه پورې کیدای شي څو دوی له کتابونو سره لېوالتیا پیدا کړي.

Getty Images

په دې شرایطو کې ښايي د ډېریو لپاره ممکن نه وي چې رنګین کتابونه چمتو کړي، هغه څه چې د ماشومانو لپاره مناسب وي.

یونیسف د دې ستونزې لپاره وړاندیز لري، هغو ماشومانو لپاره چې عمر یې له پنځو کلونو کم وي په کورونو کې له زړو توکو کتاب جوړېدلی شي.

لویان کولی شي بېلابېلې تیزو رنګونو ځینې ټوټې سره قیچي کړي او له یوه لوري یې سره وګنډي چې کتاب ترې جوړ شي. د کتابونه له لیک او نقاشۍ پرته دي اوپه هره پاڼه کې د عکس په اېښودو سره مور او پلار کولی شي خپله یوه کیسه وپنځوي.

پر دې سربېره د یونیسف په وینا په ډېرو کورنیو کې د عکسونو البومونه وي، که کتاب نه لرئ او د کتاب جوړولو زغم درکې نشته، نو کولی شئ د عکسونو له البومونو هم ګټه واخلئ.

کولی شئ د هرعکس په اړه له خپل ماشوم سره وغږېږئ او دهغه کیسه ورته وکړئ، دا لړۍ کولی شي د دوی تخیلي حس پیاوړی کړي.

هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه یې له ۷ کلونو زیات وي، د کتاب په اړه د یونیسف د ادارې سپارښتنه دا ده چې کورنۍ کولی شي یو لوی کارتن د کتاب په شکل څېرې کړي او ویې ګنډي او له ماشومانو وغواړي چې په هر مخ کې یې یو انځور وکاږي او هر د انځور په اړه دې خپل مور او پلار ته کیسه وکړي.

میندې او پلرونه ان کولی شي د ورځپانو له عکسونو هم ګټه واخلي او له ماشومانو دې وغواړي چې کیسه یې ولیکي.

سبق باید هېر نه کړو

د افغانستان ښوونيز کال پېلېدل د قرنطین له امله وځندېدل. حکومت ټول ښوونځي تړلي دي. تر ۹ میلیونو زیات زدکوونکي پخپلو کورونو کې پاتې دي او ښوونځي ته نه ځي.

د انټرنټ کمزورتیا، ورسره يې لوړه بیه او په افغانستان کې د برېښنا کمښت د انلاین زده کړو مخه هم ډب کړې ده، ان د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې خلک له ۱۲ ساعتونو کمه برېښنا لري.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د دې لپاره پر یوې طرحې کار کوي چې پرلیکه یا انلاین بڼه د زدکړو په لار کې دې ته ورته خنډونه له منځه یوسي.

د ښوونې او روزنې شنونکي د ماشومانو د زدکړې د فعالیتونو پر دوام ټینګار کوي. په افغانستان کې د پوهنې وزارت ترڅنګ چې له لېرې یې ښوونیز پروګرامونه پیل کړي، یو شمېر ښوونځي هم ځانګړې پروګرامونه لري. هغوی د ښوونیزو پروګرامونو تر څنګ کورنیو ته یو شمېر ښوونیزې ویډیوګانې هم ورکوي.

سپورت، لوبې او ساعتېری

ماشومان عموماً يا په کمپيوټر او انټرنټ کې وېډيويي لوبې کوي او یا هم چېرې مېدانونو یا لوبغالو ته پسې وځي. د ماشومانو د چارو پوهان سپارښتنه کوي چې کوچنیان باید له لوبو منع نه شي ځکه چې په خبره يې، لوبې ددوی د ژوند خوږ وخت وي.

ډېری کورنۍ ددې لپاره چې ماشومان یې ارام وي هڅه کوي هغوی ته موبایل یا کمپیوټر وکړي چې پرې بوخت او غلي وي. دا ښايي د هغوی د وخت د ضایع کېدو لامل شي او پر ژوند يې ناوړه اغېز وکړی.

ارواپوهان سپارښتنه کوي چې ماشومان باید وڅارل شي چې پر انټنټ او کمپيوټر کوم ډول لوبې کوي؟

BBC

Trending

Exit mobile version