تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې اووه وسلوال طالبان نیول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کندهار ولایت کې اووه وسلوال طالبان نیول شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي پولیسو ځواکونو په کندهار ښار کې د وسلوالو طالبانو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ډلې د دغه ولایت د ښاري سیمو په ورانکاریو کې لاس درلود.

کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر یو شمېر ورانکاریو اعتراف کړی دی.

طالبانوتر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version